چهارشنبه, جون 3, 2026
چهارشنبه, جون 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

تاجيکستان کې پر افغان کډوالو له هر لوري فشارونه زيات شوي

د تاجيکستان په خجند ښار کې د یوې تاجيکۍ مېرمنې له وژل کېدو وروسته، د سلګونو افغان وګړو له ډيپورټ سره هم مهاله د تاجيکستان په بېلابېلو سیمو کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات شوي دي. یو شمېر افغان کډوالو دومره وېره لري، چې حتی د نیولو او شړل کېدو له ډاره ان له خپلو کورونو نه شي وتلای. د تاجيکستان د پلازمېنې دوشنبې په وحدت ښارګوټې کې یوه افغانه کډواله له تېرو څو ورځو له کوره نه ده وتلې. راپور کاږي، چې په وروستیو کې هلته د مېشتو افغان کډوالو د نیولو او جبري ډیپورټ لړۍ ګړندۍ شوې ده. تاجیکستان کې مېشتو کډوالو ويلي، یو کس د جرم په مقابل کې دغه هېواد کې افغانانو ته سزا ورکول د هر ډول قانون خلاف کار دی، په تېرو څو ورځو کې ګڼ افغانان نیول شوي، ډېر شمېر یې افغانستان ته جبري ډیپورټ شوي او دا لړۍ لا روانه ده تاجيکستان کې یوه افغان کډواله زیاتوي: «که موږ هلته ډیپورټ شو، زموږ ژوند له جدي خطر سره مخ کېږي، موږ دلته د خپل ژوند د خوندیتوب لپاره راغلی یو، د سیل او د چکر لپاره نه یو راغلی، تاجيکستان باید د انساني همدردۍ له مخې موږ ته پناه راکړي او د نیولو او اخراج دا لړۍ دې ودروي.» د دوشنبې په ښار کې د بشري حقونو یوې بلې مېشتې افغان فعالې چې په خبره یې پر افغانستان د طالبانو تر بیا ځلې واک وروسته دغه هېواد ته تللې او کاناډا ته د تګ په تمه ده ويلي تاجيکي پولیس کور په کور په افغانانو پسې ګرځي. نوموړې ويلي: « موږ دلته په دوشنبه کې اوسېږو، له تېرو پنځه کلونو راهیسي دلته د خپل کیس لپاره پراته یو، خو په وروستیو څو ورځو کې د افغانانو په وړاندې وضعیت ډېر بد شوی دی، تاجيک پولیس اوس کور په کور په افغانانو پسې ګرځي، اسناد ترې اخلي او افغانستان ته یې ډیپورټ کوي، دا ډېر بد وضعیت دی، موږ آن له کورونو نه شو وتلی، په کورونو کې د بندیانو په شان پراته یو.» دوی د تاجيکستان له حکومته غواړي، چې له دوی سره د زیانمنونکو کډوالو د نړیوالو اصولو له مخې چلند وکړي او هغه هېواد چې د دوی په خبره ژوند یې په کې په خطر کې دی بېرته وانه ستول شي. دوی ادعا کوي، چې پولیس د د دوی د هویت اسناد له کومې روښانه څېړنې او وضاحت پرته ضبطوي او ان په ډېری مواردو کې د قانوني اسنادو لرونکي کډوال هم له ستونزو سره مخ کېږي. د تاجيکستان حکومت تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

- Advertisment -spot_img