چهارشنبه, جون 3, 2026
چهارشنبه, جون 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

قطر له ايران سره د ډيپلوماټيکو هڅو د بيا پيلېدو غوښتنه کړې

په‌داسې حال کې چې سيمه کې لا هم تاوتريخوالی پای ته نه‌دی رسېدلی، قطر غواړي له ايران سره ډيپلوماټيکې هڅې بېرته پيل کړي. د قطر لومړي وزير او د بهرنيو چارو وزير محمد بن عبدالرحمن آل‌تميم د امريکا له مرستيال ولسمشر جي ډي وينس سره د ليدنې پر مهال دا خبرې کړي. نوموړي ويلي، ټولې خواوې بايد د کشالې د پای ته رسېدو لپاره همکاري وکړي. دغه‌راز د قطر د بهرنیو چارو وزارت پر ایکس خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د لیدنې پر مهال دواړو لورو د سیمې پر وروستي وضعیت خبرې کړې دي. محمد بن عبدالرحمن آل‌تميم ټينګار کړی، چې ټول لوري بايد په سيمه کې د کړکېچ د دايمي حل لپاره هڅې وکړي. د قطر د بهرنيو چارو وزير دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د ايران او امريکا ترمنځ جګړه کې ايران څو ځل د قطر بېلابېل سيمې په نښه کړې.

    - Advertisment -spot_img