پنجشنبه, مې 14, 2026
پنجشنبه, مې 14, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د سیمه‌ییز سندرغاړي سلام مفتون مېرمن په وسله وال بريد کې وژل شوې

بدخشان کې سیمه‌ییزو سرچینو خبر ورکړی، چې د مشهور سیمه‌ییز سندرغاړي عبدالسلام مفتون مېرمن «لیلما» په اشکاشم ولسوالۍ کې د وسله‌والو کسانو په برید کې وژل شوې ده. د سرچینو په وینا، دا پېښه نن پنجشنبه سهار مهال د اشکاشم ولسوالۍ په بازار کې رامنځته شوې ده. لیلما چې په دغه بازار کې د مېرمنو د یوه ځانګړي رستورانت مالکه وه، هغه مهال په نښه شوې، چې دندې ته پر لاره وه. تر اوسه د دغه برید لامل نه دی څرګند او طالب چارواکو هم په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې په کابل، ننګرهار، هرات او یو شمېر نورو ولایتونو کې هدفي وژنې او مرموز بریدونه زیات شوي، چې خلک یې سخت اندېښمن کړي دي. په تېرو درېیو ورځو کې د هرات د فلزکارانو د ټولنې رییس او په ننګرهار کې یو قومي مشر «حاجي الله نظر» هم د ناپېژانده وسله‌والو په بریدونو کې وژل شوي دي.

- Advertisment -spot_img