چهارشنبه, جون 3, 2026
چهارشنبه, جون 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

له ۱۱ کلونو راهیسې خیبر پښتونخوا کې ۱۵۷ نرښځیان وژل شوي

د راپورونو له مخې له ۲۰۱۵کال راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ۱۵۷ نرښځیان وژل شوي، چې یوازې په تېر ۲۰۲۵م کال کې ۸ تنه وژل شوي دي. د ۲۰۲۳م کال د شمېرو له مخې؛ په پاکستان کې ۲۱زره او ۷۷۴ تر ښځیان ثبت شوي، چې له دې ډلې ۵۷ سلنه په پنجاب، ۵ زره او ۹۵۴ په سند، ۱۹۹۹ په خیبر پښتونخوا، ۷۸۰ په بلوچستان او ۲۸۰ په اسلام‌اباد کې ژوند کوي. د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د معلوماتو له مخې؛ یوازې په خیبر پښتونخوا کې له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۳ م کال پورې د نرښځیانو پر وړاندې ۲۶۷ د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوي؛ خو یوازې په یوه قضیه کې مجرم ته سزا ورکړل شوې ده. په ملي کچه هم د پاکستان د بشري حقونو ادارې وایي، چې له ۲۰۰۹م کال راهیسې په دغه هېواد کې د نرښځیانو پر وړاندې تر ۱۸۰۰ زیاتې د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوې دي. بل لور ته د ایډز د کنټرول ملي پروګرام د شمېرو له مخې؛ د نرښځیانو ترمنځ د ایډز کچه له ۵،۵ تر ۱۰ سلنې پورې ده. فعالان وایي، نڅا او د خوښیو محفلونه چې د نرښځیانو د عاید اصلي سرچینه ده؛ شاوخوا ۴۰ سلنه کمه شوې ده. بل لورته بیا په پاکستان کې د نرښځیانو ټولنه له تاوتریخوالي، توپیري چلند او د ایډز ناروغۍ زیاتېدونکي ګواښ له امله شکایت کوي.

- Advertisment -spot_img