د امریکا بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې پېښور کې خپله قونسلګري د امنیتي دلایلو او ډيپلوماټانو خوندیتوب په موخه په مرحله وار شکل تړي. یاد وزارت زیاته کړې، خیبرپېښتونخوا ایالت کې د قونسلګرۍ تر تړل کېدو وروسته به ډيپلوماټیک مسئولیت اسلام اباد ته ولېږدوي. د امریکا بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی، چې دغه اقدام د ډیپلوماټانو د امنیت او د سرچینو د مدیریت لپاره کوي. سیاسي شنونکو د پېښور ښار روان وضعیت ته په اشارې ویلي، که امنیتي وضعیت ښه نه شي ښایي نور هېوادونه هم ورته اقدام وکړي. د یادونې وړ ده، چې وروستیو کې د پاکستان بېلابېلو سیمو کې امنیتي اوضاع تر بل هر وخت خرابه شوې، چې ځايي خلک یې ډېر اندېښمن کړي دي.



