د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست ویلي چې د پاورلیفټینګ ملي لوبډله په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه بلاروس ته ولاړه. د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د پاورلیفټنګ اووهکسیزه لوبډله په نړۍوالو سیالیو کې د ګډون په موخه نن بلاروس ته ولاړه. سرچینه زیاتوي، په یاده لوبډله کې شپږ ورزشکاران او یو روزونکی شامل دي. د المپیک، بدني روزنې او سپورټ عمومي ریاست د معلوماتو له مخې، یادې سیالۍ د ځوانانو، ماسټرانو او اوپن کټګوریو کې ترسره کېږي چې د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو پکې ورزشکاران برخه لري. دغهراز، یادې سیالۍ به د مې میاشتې په شپږمه پیل او د همدې میاشتې تر لسمې به دوام ولري.



