دوشنبه, مې 4, 2026
دوشنبه, مې 4, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

امریکا کې د وسله‌وال برید له امله ۱۰ تنه ټپیان شوي

د امریکا د اوکلاهما ايالت کې د يوه وسله‌وال بريد له امله له ۱۰ څخه ډېر کسان ټپيان شوي او روغتون ته لېږدول شوي دي. د اسوشيټېډ پرېس خبري اژانس د دوشنبې په ورځ، د مې په ۴مه راپور ورکړی، چې دا وسله‌وال بريد د اوکلاهما ښار ته نږدې د آرکاديا جهيل ترڅنګ په يوه مېلمستيا کې شوی دی. د اېډمونډ پوليسو ويلي، د سيمه‌ييز وخت له مخې شاوخوا د شپې په ۹ بجو يې د ډزو ګڼ راپورونه ترلاسه کړي دي. د پوليسو د چارواکو په وينا، تر اوسه د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي او عامو خلکو ته کوم بېړنی ګواښ نه‌شته. د روغتون ته د لېږدول شويو ۱۰ ټپيانو ترڅنګ، ځينو نورو کسانو هم په خپله روغتيايي مرکزونو ته مراجعه کړې ده. د دې ډزو لامل تر اوسه نه دی روښانه شوی.

    - Advertisment -spot_img