اروپايي ټولنې د مطبوعاتو د ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت په يوه اعلاميه کې ويلي، چې خپلواکې رسنۍ د هرې ډيموکراتيکې ټولنې «اصلي ستن» ده او ډيموکراسي د رسنيو له ازادۍ پرته شتون نه شي لرلای. په دې اعلاميه کې راغلي، چې «رسنیو ته لاسرسی او د بیان ازادي اختیاري امتیازونه نه دي، بلکې د بشر بنسټيز حقونه دي.» اروپايي ټولنې زياته کړې، چې په ټوله نړۍ کې د خبريالانو وژنه، ټپي کېدل او ګواښل، همدارنګه ناعادلانه نيول، جبري تبعيد او د هغوی د غږ خاموشول په يوه اندېښمن کوونکي واقعيت بدل شوي دي. په دې ترڅ کې د دې ټولنې په وينا ښځينه خبريالانې په ځانګړي ډول د جنسيتي تاوتريخوالي، په ځانګړې توګه د انلاين ځورونې او ناوړه استفادې هدف ګرځي. په دې اعلاميه کې ۲۰۲۵ کال د خبريالانو لپاره تر ټولو مرګونی کال بلل شوی او ټينګار شوی، چې دغه پېښې بايد په بشپړ ډول وڅېړل شي او عاملين يې حساب ورکړي. اروپايي ټولنې همدارنګه خبرداری ورکړی، چې معلوماتو ته لاسرسی په زياتېدونکي ډول له ګواښ سره مخ دی. د دې نهاد په وينا، ارعاب – که انلاين وي او که له انلاين بهر – او همدارنګه د قضايي دعوو کارول د عامه ګډون د محدودولو لپاره، د خبريالانو ترمنځ د ځان سانسور د پراخېدو خطر زياتوي. په اعلاميه کې راغلي: «موږ د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د استبدادي رژيمونو له لوري د خبريالانو سرکوب او ارعاب غندو، په ځانګړي ډول د ايران حکومت له لوري تاوتريخوالی او محدوديتونه.» اروپايي ټولنې ټينګار کړی چې حکومتونه بايد د خبريالانو د ساتنې لپاره اغېزمن قانوني چوکاټونه رامنځته کړي. د مطبوعاتو نړيواله ورځ هر کال د مې په درېيمه نمانځل کېږي. دا ورځ د ملګرو ملتونو او يونسکو له لوري د رسنيو د ازادۍ د اهميت، د خبريالانو د ملاتړ او د حکومتونو د مسووليتونو د يادونې لپاره د بشري حقونو د نړيوالې اعلاميې د ۱۹ مادې پر بنسټ نومول شوې ده. د دې ورځې موخه د نړۍ په کچه د رسنيو د ازادۍ ارزونه، د رسنيو د خپلواکۍ دفاع او د هغو خبريالانو درناوی دی چې د معلوماتو د خپرولو په لاره کې يې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.دا ورځ په داسې حال کې په افغانستان کې نمانځل کېږي چې د طالبانو تر بيا واکمنېدو وروسته پر رسنيو سخت محدوديتونه او سانسور لګول شوی دی. په وروستيو کلونو کې لسګونه خبريالان او د رسنيو کارکوونکي د خپلو مسلکي فعاليتونو له امله نيول شوي دي. په اوس وخت کې څلور خبريالان، بشير هاتف، شکېب نظري، حميد فرهادي او ابوذر صارم، لا هم د طالبانو په بند کې دي. د افغانستان د خبريالانو مرکز هم د دې ورځې په مناسبت ويلي چې په تېرو يو کال کې لږ تر لږه ۱۵۰ د رسنيو د ازادۍ او د خبريالانو د حقونو د سرغړونې پېښې په هېواد کې ثبت شوې دي.



