یکشنبه, مې 3, 2026
یکشنبه, مې 3, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د ایران د تېلو ستره بېړۍ د امریکا له کلابندۍ تېره شوې

د نفتو د لېږد نړۍوال شرکت (ټانکر ټرکرز) خبر ورکړی، چې د ایران د خامو تېلو یوه ستره بېړۍ د امریکا له سمندري کلابندۍ په بریالیتوب تېره شوې ده. د راپور له مخې، دغه بېړۍ نږدې ۱.۹ میلیونه بېرله خام تېل لېږدوي، چې ارزښت یې شاوخوا ۲۲۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي او اوس د اسیا–پاسیفیک سیمې ته رسېدلې ده. ویل کېږي چې دا بېړۍ د ایران د نفتو ملي شرکت پورې تړاو لري. تر دې مخکې ایراني رسنیو هم راپور ورکړی و، چې لږ تر لږه ۵۲ ایراني بېړۍ د امریکا له کلابندۍ تېرې شوي، چې دا کړنې د سیمې د انرژۍ بازار او سیاسي وضعیت باندې مهم اثر غورځوي.

- Advertisment -spot_img