د اتریش حکومت اعلان کړی، چې په راتلونکې میلادي میاشت کې به له ازبیکستان سره، د دغه هېواد له لارې، د افغانانو په ګډون د کډوالو د ایستلو بهیر د اسانه کولو په موخه، تړون لاسلیک کړي. یوې اروپايي رسنۍ د اتریش د حکومت د اعلامیې له مخې راپور ورکړی، چې ټاکل شوې د اتریش د کورنیو او بهرنیو چارو وزیران د روان کال د مې په اوومه، د دغه تړون د لاسلیکولو لپاره ازبیکستان ته سفر وکړي. د اتریش د کورنیو چارو وزارت ویاند مارکوس هایندل ویلي: «دا د هغو کسانو د لېږد لپاره مهم تړون دی، چې خپل هېواد، په ځانګړې توګه افغانستان ته له اېستلو سره مخ دي.» په راپور کې د جزئیاتو له ورکولو پرته راغلي، چې له تېر کال راهیسې اتریش یو شمېر افغان او سوري وګړي له دغه هېواده اېستلي دي.



