پنجشنبه, اپریل 30, 2026
پنجشنبه, اپریل 30, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د پاکستان له زندانونو بیا ۵۲۷ افغان بندیان ازاد شوي

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ويلي، د روانې اوونۍ په ترڅ کې د پاکستان له زندانونو څخه ۵۲۷ تنه افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي. دغه وزارت نن پنج‌شنبه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد کسان په پاکستان کې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو. د معلوماتو له مخې، ازاد شوي بندیان د ډیورنډ فرضي کرښې د چمن–سپین بولدک او تورخم له لارو هېواد ته راستانه شوي او له لومړنیو مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي. د یادونې وړ ده، چې تېره اوونۍ هم د پاکستان له زندانونو څخه ۳۳۴ تنه افغان بندیان ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.

- Advertisment -spot_img