د جرمني شپیګل ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې ویلي چې، د جرمني حکومت تېره شپه د افغان کډوالو یوه بله چارتر الوتکه کابل ته استولې ده. شپیګل ورځپاڼې زیاته کړې چې جرمني د افغان کډوالو د بېرته استولو تګلاره روانه ساتلې ده. تر دې وړاندې اروپايي کمېسیون ویلي وو، چې افغانستان کې د طالبانو له حکومت سره د افغان کډوالو د بېرته راستولو په اړه بلجیم کې خبرې کوي. یاد کمېسیون ویلي وو چې، د دې لپاره به یو افغان پلاوی هلته ور و غواړي. د اروپايي هېوادونو په باور دا هغه کډوال دي چې په دغو هېوادونو کې یې جرمونه کړي او د قانون له مخې لازم ګڼل شوي چې باید وویستل شي. تر اوسه طالب چارواکو په رسمي ډول د دې کډوالو د راتګ او دلته یې د برخلیک په تړاو څه نه دي ویلي.



