امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د ایران له لوري په منځني ختیځ کې د امریکا پر پوځي اډو د غچ اخیستونکو بریدونو زیانونه له هغه څه ډېر دي چې خلکو ته اعلان شوي دي. په امریکا کې د یوې څېړنیزې ادارې موندنې ښيي چې دغو بریدونو تر ۵ میلیارد ډالرو زیات زیان اړولی دی. د راپور له مخې، ایران د دغو بریدونو پر مهال له ۱۰۰څخه ډېر هدفونه په ۱۱ امریکايي پوځي اډو کې په نښه کړي، چې په کې قطر او سعودي عربستان هم شامل دي. بل لوري ته د پنټاګون معلومات ښيي چې په دغو بریدونو کې ۱۳ امریکايي سرتېري وژل شوي او له ۴۰۰څخه ډېر نور ټپیان شوي دي.



