یکشنبه, اپریل 26, 2026
یکشنبه, اپریل 26, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

کولمبیا کې بمي چاودنې لسګونو تنو ته مرګ‌ژوبله اړولې

په کولمبیا کې چارواکو اعلان کړی چې د دغه هېواد په سویل لوېدیځ کې د «پان‌امریکا» په لویه لاره کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۴ تنه وژل شوي او څه باندې ۳۸ تنه نور ټپیان دي. کولمبیا کې سیمه‌ییزو چارواکو نن(یکشنبه، د اپرېل ۲۶مه) اعلان کړی، چې د دغه هېواد په سویل لوېدیځ کې د پان‌امریکا په لویه لاره کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي او له ۳۸ څخه زیات نور ټپیان دي د الجزیرې په وینا، د کایوکا سیمې والي اوکتاویو ګوزمان وویل چې چاودنه پرون شنبې د کاچیبیو ښار د ایل تونل برخې کې وشوه. د جزئیاتو له ورکولو پرته، ګوزمان دا پېښه “په ملکي وګړو بې توپیره برید” وباله او له حکومت څخه یې وغوښتل چې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په وړاندې پرېکنده او دوامداره اقدام وکړي. په ورته وخت کې، د کولمبیا ولسمشر ګوستاو پیټرو هم دا پېښه په کلکه وغندله. راپور دا هم وايي، چې په تېرو دوو ورځو کې په سویل لوېدیځ کولمبیا کې لږترلږه ۲۶ امنیتي پېښې ثبت شوي دي، او ډېری یې ملکي وګړي په نښه کړي دي.

- Advertisment -spot_img