د راپورونو له مخې، د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د طالبانو یو شمېر سیاسي مخالفین راټول شوي او د افغانستان پر روان وضعیت او سیمه ییزو بدلونونو یې بحثونه پیل کړي دي. ویل کېږي په دې غونډه کې پخواني دولتي چارواکي، سیاسي څېرې، مدني فعالان او د بشري حقونو مدافعین ګډون لري، چې د افغانستان پر راتلونکي، سیاسي جوړښت او نړیوالو بدلونونو د اغېزو ارزونه کوي. د دې غونډې موخه پر افغانستان د سیمه ییزو بدلونونو اغېزې څېړل، د سیاسي حل لارو په اړه د نظرونو تبادله او د هېواد لپاره د یوه بدیل سیاسي لید رامنځته کول بلل شوي دي. ګډونوالو ټینګار کړی چې افغانستان باید یوازې د امنیتي مسئلې په توګه ونه ګڼل شي، بلکې د یوه سیاسي او ټولنیز واقعیت په توګه ورته جدي پام وشي. دوی همداراز د افغانانو ترمنځ د سیاسي اجماع پر اړتیا او د دوامداره خبرو اترو پر اهمیت خبرې کړې دي. د معلوماتو له مخې، دا غونډه به څو ورځې دوام وکړي او تمه ده چې په پای کې یې د افغانستان د وضعیت په اړه یو شمېر وړاندیزونه او سپارښتنې هم وړاندې شي. یو شمېر شنونکي وايي، د ورته غونډو په موخه د افغانان د راټولېدو لید او موخه باید ملي ګټې وي او هر هغه بدلون چې افغانستان کې د وینې تویېدنې لامل ګرځي او اجنډا یې پردۍ وي، مردود دی.



