سه شنبه, اپریل 21, 2026
سه شنبه, اپریل 21, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په تېر میلادي کال کې افغان کډوالو تر ټولو ډېره قربانۍ ورکړې

د کډوالۍ نړیوال سازمان اعلان کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې د نړۍ په کچه نږدې اته زره کډوال خپل‌ منزل ته د رسېدو په هڅه کې مړه شوي، چې د افغانستان او روهینګیا خلکو تر ټولو ډېرې قربانۍ ورکړې دي. د دې ادارې د بشري غبرګون او بیا رغونې برخې مشرې ماریا مویتا سه شنبه د‌ غويي پر لومړۍ په جنیوا کې خبریالانو ته ویلي چې دغه شمېرې د نړۍ د وضعیت خرابوالی ښيي. هغې زیاته کړې: « د مړینې تر ټولو لوړه کچه تر اوسه په اسیا کې ثبت شوې ده، چې د قربانیانو په منځ کې سلګونه روهینګیايان او افغانان شامل دي.» مویتا ویلي چې د کډوالۍ فشارونه کم شوي نه دي، خو لارې یې د جګړو، اقلیمي بدلونونو، د کار بازار د اړتیاوو او د پالیسیو د بدلونونو له امله بدلې شوې دي. په همدې حال کې، د کډوالۍ نړیوال سازمان یوې بلې استازې اندریا ګارسیا ویلي چې د تېر کال ثبت شوې شمېرې د ۲۰۲۴ کال پرتله کمې دي؛ هغه کال چې په نړۍ کې د کډوالو د مړینې ۹۱۹۷ پېښې پکې ثبت شوې وې. هغې ټینګار کړی چې په ۲۰۲۵ کال کې د شمېرو کمښت حتمي دا معنی نه لري چې رښتینې مړینې کمې شوې دي، بلکې دا کمښت معلوماتو د کموالي او د ډېرو پېښو د تایید د ستونزو له امله دی. ګارسیا زیاته کړې چې شاوخوا ۱۵۰۰ نور د مړینې یا لادرکه پېښې هم شته چې دا اداره باور لري رامنځته شوې دي، خو د کافي شواهدو د نشتوالي له امله په رسمي شمېرو کې نه دي شاملې شوې. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، افغانان اړ شوي چې نورو هېوادونو ته په ناقانونه ډول کډه شي.

- Advertisment -spot_img