په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د هوکړې د امکان په اړه خوشبیني ښودلې، د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا راپور ورکړی، چې تهران له امریکا سره په دوهم پړاو خبرو کې له ګډون څخه ډډه کړې ده. راپور کاږي، چې په اوسنیو شرایطو کې له واشنګټن سره د «بریالیو خبرواترو» لپاره «روښانه لید» نه شته. د ایران کورنیو رسنیو هم ویلي، چې تهران تر اوسه له امریکا سره په نوو خبرو کې د ګډون په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې. د تسنیم خبري اژانس له مخې، د امریکا له لوري د ایران د سمندري محاصرې له دوام سره، تهران لا هم پاکستان ته د مرکچي پلاوي د لېږلو په اړه پرېکړه نه ده کړې. سره له دې، ایرنا ویلي، چې په تېرو ورځو کې د پاکستان په منځګړیتوب د دواړو خواوو ترمنځ پیغامونه تبادله شوي دي. د راپورونو له مخې، د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ د وروستیو نښتو او د هرمز تنګي د وضعیت پر سر د اختلاف له امله زیات شوی او پاکستان هڅه کوي، چې خبرې بېرته پیل کړي. په همدې حال کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره د موافقې چواټ برابر شوی او که له ایران سره روانې خبرې بریالۍ شي او کومه هوکړه وشي، نو امکان لري وروسته پاکستان ته سفر وکړي.



