هند د ملګرو ملتونو د امنيت شورا په اصلاحاتو کې د دايمي غړيتوب د دوه پوړيز نظام د جوړېدو کلک مخالفت کړی دی. دا وړانديز غواړي چې د دايمي څوکیو نوې ډله رامنځته شي، خو د ويټو(د ردولو حق) له حق پرته، په داسې حال کې چې اوسني پنځه دايمي غړي دا حق لري. د امنيت شورا د اصلاحاتو په اړه د حکومتونو ترمنځ د خبرو په غونډه کې، په ملګرو ملتونو کې د هند دايمي استازي پي هريش وويل چې اصلاحات بايد د شورا جوړښت او د ويټو مسئله دواړه په پام کې ونيسي، څو د اوږدې مودې نابرابرۍ هوارې شي. هغه ټينګار وکړ چې د دايمي غړو شمېر زياتول او هغوی ته د ويټو حق ورکول د هرې اغېزمنې اصلاح لپاره ضروري دي. هند دا هم ويلي، اوسنی جوړښت چې شاوخوا اتيا کاله وړاندې جوړ شوی، نور د نننۍ نړۍ له حالاتو سره سمون نه خوري. خو د«جي څلور» هېوادونه، چې هند، برازيل، جرمني او جاپان پکې شامل دي، په دې سلا شوي چې نوي دايمي غړي به د بياکتنې تر پنځلس کلنې مودې پورې د ويټو حق نه کاروي، تر څو په دې اړه وروستۍ پرېکړه وشي.



