چهارشنبه, اپریل 15, 2026
چهارشنبه, اپریل 15, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د سیمې د کړکېچ په اړه د اردوغان ژوره اندېښنه

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان، په یوه وروستۍ سیاسي غونډه کې د اسرائیل پر وروستیو پوځي اقداماتو سختې نیوکې وکړې او د منځني ختیځ د روان وضعیت په اړه یې ژوره اندېښنه څرګنده کړه. اردوغان ویلي، چې اسرائیل نه یوازې په لبنان کې خپل پوځي تحرکات زیات کړي، بلکې د سیمې په نورو برخو کې هم د تاوتریخوالي د پراخېدو هڅه کوي. د هغه په وینا، دا اقدامات د سیمې د ثبات لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي. نوموړي ټینګار وکړ چې ترکیه به د مظلومو ملتونو ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه زیاته کړه: “لکه څنګه چې موږ مخکې په لیبیا او قره‌ باغ کې مداخله کړې، که اړتیا شي، کولای شو د اسرائیلو د ننه هم عملیات ترسره کړو. دغه څرګندونې داسې مهال شوې، چې په سیمه کې سیاسي او پوځي کړکېچونه زیات شوي او د نړیوالو قدرتونو ترمنځ سیالۍ هم پراخې شوې دي. سیاسي شنونکي باور لري، چې د اردوغان دا ډول دریځ د ترکیې د فعالې بهرنۍ پالیسۍ څرګندونه کوي، چې هڅه کوي ځان د اسلامي نړۍ د مهم مدافع په توګه مطرح کړي، خو یو شمېر کارپوهان خبرداری ورکوي، چې دا ډول توندې څرګندونې ښايي د سیمې کړکېچ لا پسې ژور کړي. په همدې حال کې، ترکیې له نړیوالې ټولنې غوښتنه کړې، چې د سیمې د شخړو د حل لپاره جدي او عملي ګامونه واخلي، ترڅو د جګړې د پراخېدو مخه ونیول شي.

- Advertisment -spot_img