د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) خبر ورکړی چې د بریتانیا په همکارۍ په افغانستان کې څه باندې پنځه میلیونه ښځې او نجونې له روغتیايي خدماتو برخمنې شوې دي. نوموړي سازمان سهشنبه د وري پر ۱۸مه د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت راپور ورکړی چې له ۲۰۲۳ کال څخه تر ۲۰۲۶ کال پورې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې روغتیايي او رواني خدمات وړاندې شوې دي. دا خدمات داسې مهال وړاندې کېږي چې په افغانستان کې ښځې او نجونې روغتیايي خدماتو ته لاسرسي په برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ دي. په لرې پرتو او کلیوالو سیمو کې ښځې په ځانګړې توګه امیندوارې مېرمنې مجبوره دي چې روغتیايي مرکزونو ته لاسرسي په موخه اوږده لار ووهي. له دې وړاندې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ ویلي و چې په افغانستان کې ښځې او نجونې د تبعیضي تګلارو له کبله روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې له جدي ننګونو سره مخ دي.



