سه شنبه, مارچ 24, 2026
سه شنبه, مارچ 24, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

له ایران سره د مذاکراتو د پیل او تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه شوې

د اروپایي ټولنې د کمېسیون مشرې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره له ایران سره د مذاکراتو د پیل او د تاوتریخوالي کمېدو غوښتنه کړې ده. د تسنیم د راپور له مخې، د اروپایي کمېسیون مشرې اورسلا فون درلاین ویلي، اوس وخت رارسېدلی، چې ښکېل لوري بېرته د خبرو مېز ته وګرځي او خصومتونو ته د پای ټکی کېږدي. هغې زیاته کړې، چې اوسني وضعیت د نړۍ د انرژۍ پر عرضې جدي اغېزې کړې او د هغې پایلې، لکه د نفتو او ګازو د بیو لوړوالی، پر سوداګریزو چارو او ټولنو هم محسوسې دي. د اروپایي کمېسیون مشرې ټینګار کړی، چې د خبرو اترو له لارې د حل‌لارې موندل د جګړې د پای ته رسولو او د ثبات د ټینګښت لپاره ډېر مهم دي. د راپورونو له مخې، پر ایران د امریکا او اسرائیل د جګړې له پیله راهیسې لږ تر لږه دوه زره او ۲۳۱ کسان په ایران، شاوخوا یو زرو او ۳۹ تنه په لبنان او ۶۰ تنه په عراق کې وژل شوي ؛ همدارنګه ۱۶ تنه په اسرائیل کې او ۱۳ امریکايي وګړي هم وژل شوي دي.

- Advertisment -spot_img