د ۱۴۰۵ښوونيز کال له پیل سره سم د جمهوري نظام د چارو ادارې پخواني مشر فضل محمود فضلي پر افغان نجونو د زدهکړو د بندیز پنځم کال “توره دوره” او پر ملت “خیانت” بللی دی. فضلي ویلي، دا پنځم کال دی، چې د افغان نجونو فکر او زده کړه د یوې “دښمنې کړۍ” لخوا یرغمل شوې او د هغوی هیلې یې خاورې کړې دي. هغه ټینګار کړی، چې تاریخ به دا دوره هېره نه کړي او دا به زموږ د ټولنیز او سیاسي وجدان په حافظه کې د یو “خیانت او جفا” د داغ په توګه پاتې وي. فضلي باور څرګند کړی، چې هره تیاره پای لري او افغانان به د فکري ازادۍ او پوهې لپاره خپله مبارزه تر بریا پورې روانه ساتي. د نوموړي په وینا، بې له شکه چې بریا د پوهنې او ازاد فکر د لښکر په نصیب ده او دا رڼا په بندیزونو نه شي ورکېدای.



