د سوریې ولسمشر احمد الشرع د خپلې مېرمنې لطیفې الدروبي په ملتیا په دمشق کې د کوچني اختر او د مور ورځې په مناسبت له یو شمېر سوریایي مېرمنو سره لیدنه کړې ده. په دې کتنه کې د ښځو ونډه، مقام او په ټولنه کې د هغوی ارزښت وستایل شو او د دغو مناسبتونو په ویاړ ورته درناوی وړاندې شو. بلخوا، په افغانستان کې د ښځو وضعیت لا هم د اندېښنې وړ بلل کېږي. راپورونه ښيي چې طالبانو ښځې له زده کړو، کار او ګڼو بنسټیزو حقونو څخه محرومې کړې دي. نړیوالو بنسټونو، په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو، څو ځله خبرداری ورکړی، چې افغانستان د بشري حقونو د جدي سرغړونو له بحران سره مخ دی.



