د پاکستان د اطلاعاتو او رسنیو وزیر، عطاءالله تراړ، اعلان کړی چې دغه هېواد د کوچني اختر په مناسبت په افغانستان کې د « ترهګرو او د هغوی د ملاتړ کوونکو زیربناوو» پر ضد خپل عملیات د څو ورځو لپاره ځنډوي. نوموړي نن د چهارشنبې په ورځ (د کب په ۲۷مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې دا پرېکړه د اسلامي هېوادونو، لکه سعودي عربستان، قطر او ترکیې، د غوښتنې پر بنسټ شوې، څو د اختر په ورځو کې د تاوتریخوالي د کمېدو او د ملکي وګړو د لا زیان مخنیوي لپاره فرصت برابر شي. تراړ زیاته کړې چې دا لنډمهاله ځنډ به د مارچ له ۱۹مې نېټې (د کب په ۱۸مه) څخه د ٢٠٢٦ میلادي کال د مارچ تر٢٣- ٢٤مې نیمې شپې پورې دوام وکړي او موخه یې د پاکستان د حسن نیت ښودل او د اسلامي ارزښتونو رعایت دی. خو د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ټینګار کړی کهچېرې هر ډول سرحدي برید، بېپیلوټه الوتکو برید یا د پاکستان په خاوره کې هراسافکنه فعالیتونه ترسره شي، نو «غضب للحق» عملیات به سمدستي او په لا ډېر شدت سره بیا پیل شي. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې په وروستیو اوونیو کې د پاکستان او طالبانو ترمنځ تاوتریخوالی ډېر شوی او په کابل کې یې د ملکي وګړو درانه تلفات اړولي دي.



