جمعه, مارچ 13, 2026
جمعه, مارچ 13, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ناټو د هر ګواښ پر وړاندې د چمتووالي خبر ورکړ

ناټو وروسته له هغه په سیمه کې د هر ډول ګواښ پر وړاندې د ځواب ویلو اعلان وکړ چې د ایران له لوري پرې توغول شوی بالسټیک توغندی یې شنډ کړ. ناټو په خپل بیان کې ویلي: «ناټو هر وخت د هر ډول ګواښ پر وړاندې د دفاع لپاره تیار دی». ناټو زیاته کړې، چې خپل د بالیسټیک توغندیو د دفاعي سیستم به د بدلېدونکو ګواښونو پر وړاندې لا پیاوړی کړي. له دې وړاندې ترکیې دفاع وزارت مخکې ویلي وو، چې د ایران له خوا پر ترکیې ویشتل شوی توغندی د ناټو ځواکونو له لوري شنډ کړای شوی دی. له دې وړاندې هم د مارچ په ۴ او ۹ نېټه پر ترکیې توغول شوي توغندي د ناټو له خوا موخې ته تر رسېدو وړاندې له منځه وړي یووړل شول. ترکیې په ۱۹۵۲ میلادي کال کې د ناټو غړیتوب واخیست او په دغه سازمان کې یې د ګډون ۷۵ کاله پوره کیږي.

- Advertisment -spot_img