د روغتیا نړیوال سازمان مشر تدروس ادهانوم ګیبریسوس په نړۍ کې د روانې لوږې په تړاو اندېښنه ښودلې ده. هغه په نړیوالو نیوکه کړې، چې د لوږې ختمولو پر ځای یې د وسلو پېرلو او اخیستلو ته مخه کړې. ګیبریسوس په کلني ډول د پوځونو او وسلو لګښت ۲.۷ ټریلیونه ډالر ښودلی او دا یې په نړۍ کې د لوږې ختمولو د لګښت پرتله په ځلونو لوړ ښودلی دی. نوموړي په نړۍ کې د راتلونکو څلورو کلونو لوږې ختمولو لپاره ۹۳ میلیارډه ډالر اړتیا ښودلې او له نړۍ یې غوښتي، چې د جګړې پر ځای دې د انسانانو د ژغورولو لپاره کار وکړي. ګیبریسوس «دا مانا لري چې موږ هر کال د یو بل د وژلو پر ځای د ټولو د خوراک ډاډمنولو لپاره نږدې ۳۰ ځله زیات لګښت کوو». همدارنګه د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیرش هم د ماشومانو لپاره د خوړو د برابرۍ یادونه کړې. هغه ویلي ټولو ماشومانو ته د متوازنو خوړو رسېدنه د زده کړې وړتیا لوړوي او هېڅوک دې د هغوی دا حق له پامه ونه غورځوي. دغه څرګندونې په داسې وخت کې کیږي، چې په نړۍ کې د جګړو او پوځي شخړو پراخوالی د وسلو لګښت کې زیاتوالی رامنځته کړی او د بشري وضعیت او د خوراکي امنیت په اړه یې اندېښنې رامنځ ته کړي دي.



