سه شنبه, مارچ 10, 2026
سه شنبه, مارچ 10, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

افغان لوبغاړي امریکا کې د تکواندو په ازادو سیاليو کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړی

د افغانستان د تکواندو افغان لوبغاړي فرزاد منصوري په امریکا کې د تکواندو نړۍوالو سیالیو کې د خپلو څلورو سیالانو په ماتولو سره د سرو زرو مډال ترلاسه کړی دی. فرزاد منصوري تېره شپه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې په امریکا کې د «Open G2» ۲۰۲۶ کال سیالیو کې یې د سرو زرو مډال ګټلی دی. هغه لیکلي چې له سختو سیالیو وروسته پر دې وتوانېد چې خپلو دوو امریکایي، یوه مکسیکویي او یوه ارجنټایني سیال ته ماته ورکړي. د راپورونو له مخې، یادې سیالۍ د امریکا په لاس‌ویګاس ښار کې ترسره شوې دي. د یادونې ده، فرزاد منصوري د روان ۱۴۰۴ کال په وري میاشت کې هم په انګلیستان کې د تکواندو په نړۍوالو سیالیو کې د سرو زرو مډال ګټلی و.

- Advertisment -spot_img