د نړیوالو راپورونه پر اساس ایران د عراق – ايران له جګړې وروسته، په لومړي ځل د تېلو د لېږدونکو بېړيو پر مخ هرمز تنګی وتاړه. هرمز تنګی شمال ته د ایران له خاورې او په سوېل کې د عمان او متحده عربي اماراتو له خاورې سره نښتی دی. دغه تنګی د نړۍ په کچه د خامو تېلو د تر ټولو سترو ټانکرونو د تېرېدو لپاره په کافي کچه ژور دی او په منځني ختيځ کې د تېلو او ګازو ستر توليدوونکي او مصرفوونکي دواړه ترې کار اخلي. راپور کې راغلي، چې له هرمز تنګي څخه په ورځ کې شاوخوا ۲۱ ميليونه بېرله تېل په بېړيو کې يوه او بله خوا تېرېږي.



