د امریکا ځايي رسنیو راپور ورکړی، چې د دوشنبې په ماښام د پروویډنس ښار ته نږدې د پاوټیکټ په ښار کې په ډزو کې درې تنه ووژل شول. د راپور پر وینا: وژونکې ډزې د ځایي وخت په شاوخوا دوه نیمو بجو شوې، هغه وخت چې د ځوانانو د هاکي لوبه په ژوندۍ بڼه خپرېده. د پاتوکت د پولیسو مشرې ټینا ګونزالیز ویلي، چې برید “هدف” و او د کورنۍ شخړې له امله رامنځته شوی. د ډزو اصلي شکمن، د درېیو قربانیانو څخه یو دی او پر ځان ډزو له امله مړ شوی. دوه نور قربانیان لویان وو؛ یو د سکي ریزورټ دننه وموندل شو او بل یې په روغتون کې مړ شوی. درې نور له ژورو ټپونو سره په جدي حالت کې دي. باید وویل شي، چې د د امریکا اوسني ولسمشر ډونالډ ټرمپ دویمې واکمنۍ له پیلېدو سره د امریکا په بېلابېلو ښارونو کې امنیتي وضعیت خراب شوی، هدفي وژنې او په عامه ځایونو کې ډزې د دې لامل شوي، چې د دغه هېواد خلک د خپل امنیت په هکله اندېښمن شي او تر دې مخکې ټرمپ په یوې ټلویزیوني خپرونې کې ویلي وو، چې له د امریکا ښارونو په پرته د افغانستان امنیتي وضعیت غوره دی.



