د عوامي نشنل ګوند ایالتي مشر میا افتخار حسین، په خپلو تازه څرګندونو کې د پاکستان پر ریاستي تګلارو سختې نیوکې کړې او ویلي یې دي، چې د ترهګرۍ په نوم یو ځل بیا د دوی له خلکو سره لوبه پیل شوې ده. میا افتخار ویلي، شهیدان هم زموږ خلک دي او ټول ظلمونه هم موږ ګالو، خو په اصل کې زموږ سره یوه ډرامه روانه ده. نوموړي د ترهګرو په مېشتولو کې د پوځ په پخواني مشرانو نیوکه وکړه او ویې ویل: “کله چې جنرل فیض ترهګر بېرته مېشتول، هغه وخت نیشنل ایکشن پلان چېرته و؟” هغه زیاته کړې، چې موږ د ترهګرۍ رښتینی ختمول غواړو او د دې لپاره قانوني لارې شته، خو په عمل کې یوازې پښتانه ځورول کېږي. دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې په تیرا او نورو قبایلي سیمو کې د ناامنیو څپو یو ځل بیا زور اخیستی دی.



