چینایي رسنیو راپور ورکړی، چې د ټیکنالوژۍ په یوه کوچنۍ کمپنۍ کې د چاودنې له امله لږ تر لږه اته تنه وژل شوي دي. د چین دولتي رسنیو راپور ورکړی، چې چاودنه د شانشي ولایت په شوانګ ښار کې رامنځته شوې ده. د راپور له مخې، د جیاپینګ بایو ټیکنالوژۍ کمپنۍ مشر نیول شوی او په دې برخه کې څېړنې پيل شوې دي. دغه کمپنۍ په یوه غرنۍ دره کې موقعیت لري او د پېښې له ځایه پورته کېدونکی ژېړ لوګی لیدل شوی دی. د چاودنې لامل لا تر اوسه نه دی څرګند شوی او پلټنې روانې دي، تر څو د دغه چاودنې اصلي لامل مالوم شي.



