پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

په دوبۍ کې د نړۍ په کچه چټک ښاري ترانسپورتي سیستم پیلېږي

په دوبۍ کې د زیاتېدونکي ترافیکي ګڼې‌ګوڼې د ستونزې د حل لپاره یو ځانګړی او عصري ځمک‌لاندې ترانسپورتي پروژه تائيد شوې ده، چې له امله به یې د ښاریانو د سفر وخت په څرګند ډول کم شي. د چارواکو په وینا، دا پروژه به په ښار کې د ترافیک فشار کم کړي او د خلکو ورځنی تګ راتګ به لا اسانه کړي. د دې عصري ترانسپورتي سیستم لومړنی ازمیښتي (پایلټ) مسیر به ۶ نیم کیلومتره اوږد وي. د څه باندې ۵۴۰ میلیون ډالرو په ارزښت د دې پروژې په لومړي پړاو کې به څلور ځمک‌لاندې تمځي (سټېشنونه) جوړ شي، چې ډیزاینونه یې هم وړاندې شوي دي. دا تمځي به په برج خلیفه، DIFC 2، زعبیل دوبۍ مال پارکینګ او ICD بروکفیلډ پالیس کې جوړ شي. دوبۍ به د امرکیا له لاس ویګاس وروسته د نړۍ دوهم ښار وي چې د لوټ سیستم پکې جوړېږي. د دوبۍ چارواکو د دې پروژې د جوړولو لپاره د امریکايي میلیاردر ایلن مسک له شرکت «دي بورینګ کمپنۍ» سره قرارداد لاسلیک کړی دی. د چارواکو په وینا، د پروژې له بشپړېدو وروسته به ټول لوپ سیستم ۱۹ تمځي ولري او عمومي اوږدوالی به یې ۲۲.۲ کیلومتره وي. د یاد هېواد چارواکو ويلي، چې د پروژې د لومړي پړاو جوړېدا به د یو کال په موده کې بشپړه شي، او تمه ده چې ټوله پروژه په درېیو کلونو کې بشپړه شي.

- Advertisment -spot_img