سعودي عربستان د خپل کلتوري میراث د ساتنې په موخه اوښانو ته د پاسپورټونو ویش پیلوي. سعودي عربستان پرېکړه کړې، چې په دغه هېواد کې موجودو ۲ میلیونه او ۲۰۰ زره اوښانو ته پاسپورټونه صادر کړي. د دې اقدام هدف د قیمتي اوښانو د رمو ښه مدیریت، څارنه، څرک لګونه (د ورکېدو په صورت کې) او منظم ریکارډ ساتل دي. د سعودي د چاپېریال، اوبو او کرنې وزارت ویلي چې دا پروژه به د اوښانو په سکتور کې د تولید وړتیا او عمومي وضعیت ښه کړي. د چارواکو په وینا، د دې سیستم له لارې به د اوښانو په اړه یو جامع او باوري ډیټابېس جوړ شي، چې له مخې به یې د نسلروزنې، مالکیت، خرڅلاو او تګ راتګ څارنه اسانه شي. د چاپېریال وزارت د اوښانو د پاسپورټ عکس هم خپور کړی دی. دا پاسپورټ شین رنګ لري، پر مخ یې د سعودي عربستان ملي نښان او په طلايي رنګ د اوښ انځور لیدل کېږي. د رسمي شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې په سعودي عربستان کې د اوښانو شمېر شاوخوا ۲۲ لکه و. اوښان له پېړیو راهیسې په عربي نړۍ کې د سفر او ترانسپورت مهمه وسیله پاتې شوې او تر ننه هم د وقار، دود او ټولنیز مقام نښه بلل کېږي. چارواکي وايي، دا اقدام به نه یوازې د کلتوري میراث په ساتنه کې مرسته وکړي، بلکې په اوښانو پورې تړلی اقتصاد به هم منظم او پیاوړی کړي. دا پاسپورټونه به مایکروچیپونه ولري، چې د اوښ نوم، عکس، نسل، جنس، رنګ، د پیدایښت نېټه او ځای به په کې ثبت وي. د سعودي د کلتوري میراث په احصائیو کې دا مهال ٢،٢ ميلیونه اوښان ثبت دي.



