پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ايراني چارواکو له امریکا سره مذاکراتو ته تیاری ښودلی

د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي اعلان کړی، چې تهران چمتو دی د بنديزونو د لرې کېدو په بدل کې تضمين ورکړي، چې ايران به هیڅکله اتومي وسلې نه جوړوي. عراقچي په ټولنيزه شبکه «ايکس» کې په يو پيغام کې وليکل چې ايران د سيمې د امنيت او ثبات د ساتنې لپاره له سيمه‌ييزو هېوادونو سره ښو اړيکو او همکارۍ ته چمتو دی. د ايران د بهرنيو چارو وزير استانبول کې خبري غونډې ته زياته کړه، چې تهران د سيمې د سولې او ثبات د پياوړتيا لپاره د ترکيې د هڅو هرکلی کوي. عراقچي تر دې وړاندې ويلي وو، چې په اوسني وضعيت کې له متحدوایالتونو سره د جدي خبرو لپاره مناسبه زمينه نشته۔ هغه له «CNN ترک» سره په مرکه کې ټينګار کړی و چې ايران خبرې او ډيپلوماسي غوره ګڼي، خو د هر ډول واقعي مذاکراتو له پيل مخکې بايد د ګواښ او فشار فضا له منځه يووړل شي. پزشکيان بیا له السيسي سره په ټليفوني خبرو کې ویلي: جګړه نه د ايران، نه د امريکا او نه هم د سيمې په ګټه ده. د ايران ولسمشر مسعود پزشکيان د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السيسي سره په ټليفوني خبرو کې ويلي، چې د جګړې پر ځای خبرو اترو ته لومړيتوب ورکوي. هغه ويلي، چې د سيمې د ثبات لپاره ډيپلوماسي د تهران اصلي ستراتيژي ده. هغه همدا راز هيله څرګنده کړې، چې «مخالف لوری هم باید دې پوهاوي ته رسېدلی وي، چې ايران د ګواښ او زور له لارې خبرو ته نه شي اړ ايستل کېدای». پزشکيان په دې ټينګار سره چې «د ايران اسلامي جمهوريت پر خاورې هر ډول تېری يا بريد به له پرېکنده او ځواکمن ځواب سره مخامخ شي»، يو ځل بيا د «ايران، امريکا او د سيمې د هېوادونو ترمنځ د تاوتريخوالي د مخنيوي پر اړتيا» ټينګار وکړ. دا څرګندونې داسې مهال دي، چې د متحدوایالتونو لويه پوځي بېړۍ «ابراهام لينکن» چې تر ۸۰ زياتې جنګي الوتکې په کې دي او یو شمېر نورې حنګي بېړۍ سیمې ته رسېدلي دي.

- Advertisment -spot_img