د برلین د فلمونو مشهور نړیوال فستیوال به سږکال د افغان فلم جوړونکې شهربانو سادات له خوا په جوړ شوي فلم پرانیستل شي. د برلینالي فستیوال اعلامیه کې راغلي د «No Good Men» په نوم فلم به د فستیوال پرانیستونکی فلم وي. په اعلامیه کې د دې فستیوال د مشرې، تریشیا توتیل، له قوله ویل شوي : “شهربانو سادات د نړۍ په سینما کې له تر ټولو هیجانوونکو غږونو څخه یوه ده.” شهربانو سادات له دې وړاندې هم د خپلو فلمونو « لیوه او پسه» او «روزنتون» له لارې د نړۍ په نورو معتبرو فلمي فستیوالونو کې ګډون کړی و. د برلین د فلمونو دغه ۷۶ کلن فستیوال به د راتلونکې فبرورۍ میاشتې په ۱۲مه پیل شي. برلینالي د اوسکار او ګولډن ګلوب ترڅنګ د نړۍ تر ټولو معتبرو هنري فلمي فستیوالونو څخه ګڼل کېږي، چې هر کال د جرمني په پلازمېنه برلین ښار کې تر سره کېږي.



