یکشنبه, جنوري 18, 2026
یکشنبه, جنوري 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د طالبانو د مالیې وزارت اړوند ښځینه کارکوونکې له معاشونو بې برخې شوې

د طالبانو د مالیې وزارت خبر ورکړی، چې د دغه وزارت هغو ښځینه کارکوونکو ته چې په کور کېنول شوې دي، خبر ورکړل شوی، چې میاشتنی پنځه زره افغانۍ معاش یې بند شوی دی. سرچینې ویلي، چې طالبان غواړي په کور کېنول شوې ښځينه کارکوونکي په رسمي ډول د مالیې وزارت له تشکیلاتو حذف کړي او پر ځای یې د هغوی د کورنۍ غړي وګوماري. یو شمېر ښځینه کارکوونکو ویلي، چې تر دې وړاندې د ښځو پر کار د محدودیتونو له لګېدو وروسته، میاشتنی پنځه زره افغانی معاش ورته ورکول کېده، خو اوس ورته ویلي شوي چې یوازې د « مرغومي» میاشت معاش به ترلاسه کړي او له هغې وروسته به د دغه معاش ورکړه بنده شي. سرچینه کاږي، چې یوازې د مالیې وزارت د پالیسۍ معینیت په برخه کې شاوخوا ۲۰۰ ښځینه کارکوونکي ثبت شوې، چې ډېری یې د کورنۍ سرپرستانې دي. د سرچینو په وینا، د دې لږ معاش د بندېدو له امله به دغه ښځې له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ شي او د خپلې کورنۍ د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان به له لاسه ورکړي. سرچینې ويلي، چې له دغه اقدامه د طالبانو موخه، د ښځینه کارکونکو اړوند د ټولو تشکیلاتو حذفول او د هغوی پر ځای د نارینه کارکوونکو ګومارل دي. د دغو معلوماتو پر بنسټ، طالبانو پخوا د مالیې وزارت د عوایدو له ادارو ښځینه کار کوونکي له دندو ګوښه کړې او پر ځای یې خپل غړي ګومارلي دي. سرچینو زیاته کړې چې ډیری دغو ښځو د وړو مالیه ورکوونکو په ریاستونو کې دنده لرله. دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته، پر ښځو د کار، زده‌کړې او ټولنیز حضور په برخو کې پراخ محدودیتونه لګولي دي.

- Advertisment -spot_img