پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د پنجشېر ۴ زره قیراطه زمرد په کورنیو سوداګرو پلورل شوي

د پنجشېر ځايي چاروکو خبر ورکړی، چې د یاد ولایت له کانونو ایستل شوي ۴ زره ۱۷۷ قیراط زمرد د ازادۍ بولۍ له لارې وپلورل شول. د دغه ولایت مقام ویاند، سیف الدین لټون ویلي، چې دا زمرد د ۴۷ زره ۶۱۰ ډالرو په ارزښت پر کورنیو سوداګرو پلورل شوي دي. د هغه پر وینا؛ د ولایت رهبري په دې باور ده چې د زمردو د پلور له زیاتېدو سره د خلکو اقتصاد او د اسلامي امارت عواید لوړ شوي دي. ښاغلي لټون دا هم ویلي، چې له ژمي وروسته به د زمردو او بیروج په ګډون پر نويو تثبیت شویو کانونو د قانوني او شفاف استخراج چارې پیل شي، چې دې سره به د ځوانانو کاري زمینې هم برابرې شي. تر دې مخکې هم د پنجشېر زرګونه قیراط زمرد پلورل شوي، چې د لیلام په پروسه کې یې تر ډېره کورنیو سوداګرو برخه اخیستې ده. د یادولو ده چې د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو وروسته د کانونو د استخراج چارې چټکې شوې دي. څو ورځې مخکې د طالبانو تر ولکې لاندې کانونو او پټرولیم وزارت مسئولینو ویلي وو، چې له جواز پرته به د کانونو ایستنه جرم وي او هېچاته به اجازه ورنه کړي، چې په غیرقانوني ډول کان‌کیندنه وکړي.

- Advertisment -spot_img