د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې تازه ایران له واشنګټن سره اړیکه نیولې او د اټومي مسئلې د حل لپاره یې د خبرو وړاندیز کړی. د اکسیوس خبري ویبپاڼې د راپور له مخې، ټرمپ تېره ورځ خبریالانو ته ویلي: «ممکنه ده، له هغوی سره لیدنه وکړم. لیدنه د پلان کېدو پر حال کې ده.» دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې ټرمپ له دې مخکې د ایران پر وړاندې د نظامي اقدام ګواښ کړی و؛ هغه موضوع چې د ایراني چارواکو له سخت غبرګون سره مخ شوې وه. هم مهاله، د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف هم ګواښ کړی، چې د امریکا د هر ډول نظامي برید په غبرګون کې به سیمه او اشغال شویو ځمکو کې د امریکا نظامي مرکزونه او کښتۍ د ایران مشروع موخې وي.



