شنبه, مارچ 7, 2026
شنبه, مارچ 7, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

وینزویلا کې یوه اوونۍ ملي ماتم اعلان شو

د وینزویلا سرپرستې ولسمشرې، ډېلسي رودریګز اعلان کړی، چې په هېواد کې به اووه ورځې ملي ماتم وي. دا پرېکړه د امریکا د هغو پوځي عملیاتو وروسته شوې، چې تېره اوونۍ په پلازمېنه کاراکاس کې ترسره شول. د دغو عملیاتو پر مهال د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو او د هغه مېرمن ونیول شول. د وینزویلا حکومت ویلي، په یادو عملیاتو کې لږ تر لږه ۵۶ تنه وژل شوي دي. د حکومت په وینا، په وژل شویو کې ۳۲ کیوبايي پوځي او پولیس سرتېري هم شامل دي، چې په وینزویلا کې یې د امنیتي همکاریو په چوکاټ کې دندې ترسره کولې. چارواکو ویلي، د دغو کسانو وژل کېدل د هېواد لپاره لویه انساني او سیاسي ضایعه ده. بل لور ته، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دې پېښو په اړه ویلي، د وینزویلا موقتي چارواکي به د بندیز لګېدلو له تېلو څخه له ۳۰ تر ۵۰ میلیونه بیرله تېل امریکا ته ولېږدوي. هغه ویلي، دا ګام به د دواړو هېوادونو لپاره ګټور وي او کولی شي د وینزویلا د اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې مرسته وکړي. امریکايي چارواکو تر اوسه د پوځي عملیاتو د دقیقو جزییاتو او د نیونو د څرنګوالي په اړه نور وضاحت نه دی ورکړی. بلخوا، د وینزویلا حکومت دا عملیات د خپل ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه بللې او ویلي یې دي، چې د دې موضوع په اړه به له نړیوالو بنسټونو سره هم خبرې وکړي. دا پرمختګونه په داسې حال کې شوي چې د وینزویلا وضعیت له وړاندې هم له سیاسي بې‌ثباتۍ، اقتصادي ستونزو او نړیوالو بندیزونو سره مخ و او تازه پېښې د سیمې پر امنیتي او سیاسي راتلونکې پوښتنې راولاړوي.

- Advertisment -spot_img