د افغانستان زعفران د «هرات زعفران» تر نوم لاندې، د نړیوالې ذایقې د سیالیو په تازه پړاو کې د پرلهپسې لسم کال په مخه د نړۍ تر ټولو د لوړ کیفیت لرونکي زعفران لومړی مقام خپل کړ. دا سیالۍ د بلجیم د بروکسل په ښار کې د نړیوالې ذایقې انستیتیوت له لوري ترسره شوې ده. د نړیوالې ذایقې انستیتیوت له ۲۰۰۵ کال راهیسې د خوراکي توکو او څښاک د خوند کیفیت په مسلکي ډول ارزوي او د حکمیت لپاره له بېلابېلو هېوادونو څخه د څه باندې ۲۵۰ مسلکي اشپزانو او د خوند ازموینې کارپوهانو ټیم کاروي. د روان کال اصلي سیالي د افغانستان، ایران، هسپانیا او یونان ترمنځ وه، چې دا هېوادونه د نړۍ په کچه د زعفرانو له سترو تولیدوونکو څخه ګڼل کېږي. ایران د زعفرانو په تولید کې د افغانستان تر ټولو جدي سیال بلل کېږي. د افغانستان زعفران تر دې مخکې هم د لوړ کیفيت د معیارونو لکه د رنګ ورکولو قوي توان، پیاوړي بوی او د خوند د مناسب ترکیب له امله، د همدې نړیوالې ادارې په سیالیو کې ۹ ځله لومړی مقام ګټلی دی. په افغانستان لومړی ځل په ۱۳۸۰ لمریز کال په هرات کې د زعفرانو تولید ته جدي پاملرنه پیل شوه، وروسته دا بوټی نورو ولایتونو ته هم خپور شو او اوس افغانستان د زعفرانو یو له څو مهمو تولیدوونکو هیوادونو څخه شمېرل کېږي.



