سپېس ایکس شرکت خبر ورکړی، چې سږ کال به د زرګونو سپوږمکیو ارتفاع راټيټه کړي، د یاد شرکت پر وینا، ټیټ مدار ته د سپوږمکیو راوستل به د سپوږمکیو ترمنځ د ټکر خطر را کم کړي. په دې سټارلینک هم اعلان کړی، چې د فضایي خوندیتوب د اندېښنو له امله به په ۲۰۲۶ کال کې په تدریجي ډول زرګونه سپوږمکۍ ټیټو مدارونو ته راکوزې کړي. د نوموړي شرکت د انجنیرۍ مرستیال مایکل نیکولز پر وینا، شاوخوا ۴۴۰۰ سپوږمکۍ به، چې دا مهال د ځمکې له سطحې ۵۵۰ کیلومتره په لوړ مدار کې څرخي، د کال په اوږدو کې ۴۸۰ کیلومتره لوړوالي ته را ښکته کړل شي. نیکولز ویلي، ټیټ مدار ته د سپوږمکیو راوستل د هغوی د ژوند د پای یا له منځه تلو وخت تر ۸۰ سلنه زیات راکموي. هغه زیاته کړې چې د ځمکې له سطحې تر ۵۰۰ کیلومتره په ټیټه ارتفاع کې د فعالو سپوږمکیو شمېر لږ دی، چې دا کار د ټکر خطر نور هم کموي. د هغه پر وینا، ټیټ مدار ته د سپوږمکیو راوستل به دا هم خوندي کړي، ځکه چې د نورو سپوږمکۍچلوونکو شرکتونو لهخوا د «ناهمغږو خوځښتونو او توغولو» له امله رامنځته کېدونکي خطرونه به راکم شي. دا پرېکړه وروسته له هغه کېږي، چې په تېر ډسمبر کې یوه نادره پېښه رامنځته شوه، چې په کې سپېسایکس ویلي د دوی یوې سپوږمکۍ لږ فضایي کثافات (Debris) رامنځته کړل او د ۴۱۸ کیلومتره په لوړوالي کې یې له یوې فضایي الې سره اړیکه پرې کړه. سپېسایکس ویلي چې د دې پېښې د لامل په اړه به پلټنه کوي. د اروپایي فضایي ادارې (ESA) د اټکل له مخې، دا مهال د ځمکې په ټیټ مدار (LEO) کې، چې د ځمکې له سطحې تر ۲۰۰۰ کیلومتره پورې لوړوالی لري، شاوخوا ۴۰ زره شیان ګرځي. له دې شمېر څخه یوازې ۱۱ زره فعالې سپوږمکۍ یا بار وړونکي سیستمونه دي، چې د ستورپوه جوناتن مکډاول د دسمبر د معلوماتو له مخې، تر ۹۳۰۰ ډېر یې د سپېسایکس ملکیت دي. ESA همدارنګه موندلې چې په فضا کې تر ۱.۲ میلیونه ډېر داسې شیان شته چې اندازه یې له ۱ سانتيمتره لویه ده او د ادارې پر وینا دا د «ویجاړونکي زیان» د رامنځته کولو لپاره بسنه کوي.



