پنجشنبه, مارچ 5, 2026
پنجشنبه, مارچ 5, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

ایلن ماسک: په ۲۰۲۶ کې په عملي بڼه د مغز اټوماټ جراحي کېږي

رویټرز راپور ورکړی، چې د نورالینک اجرائیوي مشر ایلن ماسک پر خپله ایکس پاڼه یوه پوسټ کې ویلي، دا شرکت به د مغز او کمپیوټر د نښلولو وسایلو پراخ تولید پیل کړي. هغه زیاته کړې چې نورالینک به په ۲۰۲۶ کال کې بشپړ اتومات جراحي عملیاتو ته مخه کړي. دا ایمپلنټ د هغو کسانو د مرستې لپاره طرحه شوی، چې د ملا د تېر د ټپونو په څېر ستونزې لري او لومړي ناروغ ترې د ویډیويي لوبو، انټرنېټ کارولو، په ټولنیزو رسنیو کې د پوسټونو د خپرولو او پر لپ‌ټاپ د کرسر د خوځولو لپاره استفاده کړې ده. نورالینک وروسته له هغه د خپل مغزي ایمپلنټ انساني ازموینې په ۲۰۲۴ کال کې پیل کړې، چې د امریکا د خوړو او درملو ادارې (FDA) له‌خوا راپورته شوې د خوندیتوب اندېښنې یې حل کړې؛ هغه اداره چې په ۲۰۲۲ کال کې یې د شرکت لومړنۍ غوښتنه رد کړې وه. دې شرکت د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر په میاشت کې اعلان وکړ، چې په ټوله نړۍ کې ۱۲ تنو، چې له شدید فلج سره مخامخ دي، د نورالینک مغزي ایمپلنټونه ترلاسه کړي او د فکر له لارې یې د ډیجیټلي او فزیکي وسایلو د کنټرول لپاره کاروي.

- Advertisment -spot_img