پنجشنبه, مارچ 12, 2026
پنجشنبه, مارچ 12, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

فایق: د طالبانو واکمني د یووشتمې پېړۍ بې‌خونده طنز دی

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي نصیر احمد فایق طالبان په پروپاګند تورن کړي او په ۲۰۲۵ کال یې په عملي ډول د طالبانو لپاره د شاتګ، سیاسي ناکامیو او ډيپلوماټیکو ماتو سره مخ بللي دي. نصیر احمد فایق ویلي طالبانو بیا هم د دغه کال په موده کې و نه کړای شول چې نړیوال مشروعیت تر لاسه کړي. هغه ادعا کړې چې په دغه موده کې طالبانو خپل غیر رسمي او ډيپلوماټیک ملاتړي هم له لاسه ورکړي دي. نوموړي د روسیې له لوري د دوی په رسمیت پېژندنه لنډ‌مهاله بللې او د هند له لوري ورسره روانه ملګرتیا یې «ابزاري چلند» یاد کړی، چې په وینا یې د هېڅ مشروعيت او ملاتړ بڼه یې نه ده غوره کړې. فایق په نړیوالو بنسټونو، په ځانګړي ډول د بشري حقونو په ادارو کې د طالبانو د واکمنۍ کاریکاټوري بللې او دا یې د یوويشتمې پېړۍ بېخونده سیاسي طنز بللی دی. هغه په خپلو څرګندونو کې د طالبانو اداره هغه «لاسي بم» بللې چې په وینا یې هېڅوک د چادونې مسئولیت پر غاړه نه اخلي. د نوموړي پر وینا که دا بم خنثی شي خو ښه به وي او که نه شي د سیمې هېوادونو دې د دغه انفجار لپاره ځانونه چمتو کړي.

- Advertisment -spot_img