د طالبانو تر ولکې لاندې د کانونو او پټرولیم وزارت مسئولينو ويلي، د جوزجان ولایت د طوطي میدان د ګازو ساحې د اکتشاف او استخراج چارې چې له یوه ازبیکستاني شرکت سره یې قرارداد شوی، نن پیل شوې. د کانونو او پټرولیم سرپرست هدایتالله بدري نن مزارشریف ښار کې په دې تړاو جوړو شویو مراسمو ته ویلي، د طوطي میدان د ګازو ساحې د اکتشاف او استخراج عملي کار په پیل سره به لومړیو دوو کلونو کې ۱۰۰ میګاواټه برښنا تولید شي. هغه وویل، دغه قرارداد د ۲۵ کلونو لپاره اعتبار لري او لومړیو لسو کلونو کې به د جوزجان د طوطي میدان د ګازو دغه ساحه کې نژدې یو میلیارد ډالره پانګونه وشي. ښاغلي هدايتالله زياته کړه: «نن ورځ د طبیعي سرچینو په استخراج کې نوی باب پرانیستل کېږي، چې دا پروژه کولی شي د افغان ـ ازبيک اقتصادي مشارکت یوه بریالۍ بېلګه وګرځي.» د ده پر وینا، د طوطي میدان د ګازو ذخیرې شاوخوا ۷ زره کیلومتر مربع مساحت لري چې ټاکل شوې د ګازو د استخراج ۳۰ څاګانې وکیندل شي. ورته وخت کې د طالبانو د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د طوطي میدان د ګازو ساحې استخراج د هېواد د ځان بسیاینې په برخه کې یو ګټور ګام بولي. هغه ويلي، د دغه کان د استخراج چارو په پیل سره به سره له دې چې د نفتي موادو په برخه کې هېواد ځان بسیاینې ته ورسیږي، بهر ته به یې هم د صادراتو زمینه برابره شي. برادر اړوند شرکت ته په ټينګار سره ويلي، د دغې پروژې چارې په لوړ کیفیت سره پرمخ یوسي او د خلکو د هیلو پوره کولو ته کار وکړي. ملا برادر له او پانګوالو غوښتي، چې د تېر په څېر د افغانستان بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي او په اقتصادي پرمختګ کې ونډه واخلي. ورته وخت کې د افغانستان په چارو کې د ازبیکستان ځانګړي استازي عصمتالله ایرګاشوف ټینګار کوي او وايي، طالبان له کانونو په معیاري او ګټوره توګه استفاده کوي. هغه د افغانستان بېلا بېلو برخو کې د ازبیکستان پانګونه د اقتصادي وضعیت ښهوالي او د کاري فرصتونو رامنځ ته کولو لپاره هڅه بولي. د جوزجان د طوطيمیدان د ګازو ساحې د اکتشاف او استخراج قرارداد د کانونو او پټرولیم وزارت او د ایریل ګروپ په نوم یوه ازبکستاني شرکت سره پخوا لاسلیک شوی او اوس یې عملي چارې پیل شوې دي.



