کابل ته د امریکايي پلاوي له سفر وروسته د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، چې هر امریکايي وګړی چې په غیرقانوني ډول نیول شوی وي باید خوشی شي. ښاغلي روبیو منځني ختیځ ته له روانېدو مخکې خبریالانو ته د څرګندونو پر مهال دا خبره چې دواړه لوري به ډېر ژر د بندیانو د تبادلې موافقه وکړي، تائید نه کړه خو یادونه یې وکړه چې د برمته وو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړی استازی اډام بوهلر په کابل کې دی، څو د دې کار امکانات وڅېړي. روبیو ويلي امریکايي پلاوی د دې لپاره کابل ته تللی، ترڅو دا امکانات وڅېړي چې بندیان تبادله کېدای شي که نه. روبیو ویلي د بندیانو د تبادلې په اړه وروستۍ پرېکړه ولسمشر ډونالډټرمپ کوي، خو ده ټینګار وکړ چې هر امریکايی چې په هرځای کې په غیرقانوني ډول نیول شوی وي باید خوشی شي. هغه زیاته کړه امریکايي پلاوی د دې لپاره کابل ته تللی دی څو دا امکانات وڅېړي چې آیا دا کار کېدای شي که نه. د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیزاد هم له امریکايي پلاوي سره په دې سفر کې ملګری دی. هغه تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.



