چهارشنبه, مارچ 18, 2026
چهارشنبه, مارچ 18, 2026
- Advertisment -spot_img
- Advertisment -spot_img

نور خبرونه

- Advertisment -spot_img

د برېکس مشرانو د اقتصادي همکاریو په اړه غونډه کړې

کرملين اعلان کړی، چې د برېکس غړو هېوادونو مشرانو د سوداګرۍ په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پاليسیو او نړيوال اقتصاد پر اوسني وضعیت د بحث لپاره ځانګړې انلاین غونډه جوړه کړې ده. د روسیې سپوټنیک اژانس د کرملین د بیانیې پر حواله راپور ورکړی، چې دا غونډه پرون (دوشنبه) د برازیل د ولسمشر لوییز ایناسیو لولا دا سلوا په نوښت جوړه شوې ده. د کرملین په بیانیه کې راغلي: «د برېکس غړو هېوادونو ترمنځ د اوسني نړيوال اقتصادي وضعیت له په پام کې نیولو سره د سوداګرۍ، اقتصادي، مالي، پانګونې او نورو برخو کې د همکارۍ مسایلو په اړه خبرې اترې وشوې.» کرملین ویلي: «د برازیل د ولسمشر لوییز ایناسیو لولا دا سلوا په نوښت، پرون دوشنبه د برېکس غړو هېوادونو ځانګړې انلاین غونډه جوړه وشوه، څو د متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوداګریزو پاليسیو په اړه خبرې وکړي.» په همدې حال کې، ټاس خبري اژانس هم راپور ورکړی، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د برېکس انلاین غونډه کې په خپله وینا کې د لوېدیځ د یو اړخیزو بندیزونو او له اغېزو سره یې د مقابلې لپاره د ګډ ميکانېزم جوړولو وړاندیز وکړ. پزشکیان ټینګار کړی، چې نړۍ باید د یوه عادلانه او څو قطبي سیسټم د باور بېرته ترلاسه کولو لپاره د اقتصادي بندیزونو په څېر د وسیلو له استفادې ډډه وکړي او برېکس او د شانګهای همکاریو سازمان کولای شي په دې هڅه کې مهم رول ولوبوي. خو دا څرګنده نه ده چې ایا نورو هېوادونو له دې طرحې ملاتړ کړی او کنه. د یادونې ده، برېکس یوه بین‌الحکومتي ټولنه ده چې په ۲۰۰۶ کال کې د روسیې، چین، هند او برازیل له خوا جوړه شوه او په ۲۰۱۱ کال کې سوېلي افریقا هم ورسره یوځای شوه. د ۲۰۲۴ کال په پیل کې څو نور هېوادونه له برېکس سره یوځای شول. له دې مخکې، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین مرستیال یوري اوشاکوف ویلي وو، چې بېلاروس، بولیوي، قزاقستان، ټایلنډ، کوبا، یوګاندا، مالیزیا، ازبېکستان او نور هېوادونه د روان کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې راهیسې په رسمي ډول د برېکس غړیتوب اخیستی دی

- Advertisment -spot_img