د افغانستان لپاره د ازبيکستان ځانګړي استازي «عصمت الله ایرګاشیف» او د اروپايي امنیت او همکارۍ سازمان د مشرتابه له استازې «ترهي هاکلا» سره په کتنه کې د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې چې په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان د اقتصاد بیا راژونديکولو پر اړتیا بحث کړی او په دې برخه کې پر دوامدارو هڅو ټینګار شوی دی. له دې کتنې اصلي موخه له سیمهییزو بازارونو سره د افغانستان پر یوځای کېدو بحث و او د افغانستان د اقتصاد بیا راژوندي کول د سیمې د نوښتونو لپاره مهم بلل شوی دی. د ازبکستان او د اروپایي امنیت او همکارۍ سازمان استازو همداراز هوکړه کړې چې د افغانستان د اقتصاد بیا را ژوندي کولو لپاره به ګډې هڅې کوي. تر دې مخکې هم د یو شمېر هېوادونو استازو او نړیوالو بنسټونو د مسوولینو ترمنځ ناستې شوې او د افغانستان پر مسئلې بېلابېل بحثونه شوي دي. د ویلو ده چې یو شمېر هېوادونو لا هم د افغانستان اقتصادي وضعیت مخ په ځوړ بللی دی. تېره ورځ د طالبانو د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر هم ویلي وو چې نړیوال بانکي محدودیتونه په افغانستان کې د پانګونې پر وړاندې ستر خنډ دي.



