د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ پرون یو فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې یې د امریکا د دفاع وزارت یا پنټاګون رسماً د «جګړې وزارت» نومولی دی. ټرمپ د امریکا د دفاع وزارت نوم بدلولو پرمهال ویلي چې دا اقدام یې د خپل هېواد د نظامي قدرت د ښودنې لپاره کړی دی. د ډونالډ ټرمپ په وینا چې دفاع وزارت نوم تر ډېره دفاعي بڼه درلوده، خو امریکا په تهاجمي حالت کې ده او ځکه یې د دفاع وزارت نوم د «جګړې وزارت» ته اړولی دی. د امریکا ولسمشر سپینې ماڼۍ ته تر ننوتو وروسته بېلابېل فرمانونه لاسلیک کړ او په یاد هېواد کې ډېر بنسټیز بدلونونه راوستي دي. د ډونالډ ټرمپ په مراسمو کې ډېر داسې فرمانونه هم وو چې په لاسلیک کولو سره یې یاد هېواد له ډېرو نړیوالو بنسټونو بېرون کړی، چې یو له هغې د روغتیا نړیوال سازمان د یادولو وړ دی. په دې سربېره ټرمپ ځینې امریکايي رسنۍ هم وتړلې او له بېلابېلو دولتي ادارو یې زرګونه کارمندان هم له دندو لرې کړل.



