کندهار کې طالب چارواکو خبر ورکړی، چې سږ کال لومړی ځل د ۷۰۰ زره ډالرو په ارزښت هند ته ۱۰۰ ټنه وچ انځر صادر شول. د کندهار د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل ویلي، دغه صادرات د ایران له لارې ترسره شوي. حقمل ویلي: «سږکال ۱۰۰ ټنه وچ انځير له کندهار څخه هند ته صادر شول چې د دې صادراتو ارزښت ۷۰۰ زره امریکایي ډالرو ته رسېږي.» په همدې حال کې د کندهار د بزګرانو ټولنې مشر محمد خالد زعفران په دې اړه وویل: «د دې صادراتو ترسره کېدل د کندهار والي، د کرنې ریاست مسئولانو، د سوداګرۍ خونې استازو او ملي سوداګرو د همغږو هڅو پایله ده. د دې هڅو په پایله کې راتلونکي کې به له کندهاره د وچ انځير صادرات اروپایي هېوادونو ته هم پراخ شي.» د کندهار بڼوال هم د دې صادراتو په اړه خوښ دي او وايي، دا ډول صادرات د بزګرانو اقتصادي ثبات او بڼوالۍ ترویج لپاره ګټور تمامېږي. کندهار کې دوه بڼوال محمد ولي او سردار وايي: «دا ډول صادرات د بزګرانو د اقتصاد لپاره مهم ګام دی. که چیرې دغه صادرات پراخ شي، زموږ اقتصاد به مستحکم شي.» «دا ډېره پر ځای هڅه او اقدام دی، موږ خوښ یو، له دولت څخه د داسې اقداماتو د پراختیا غوښتنه لرو.» د یادونې ده چې دوې اوونۍ وړاندې له کندهار څخه متحده عربي اماراتو او سعودي عربستان ته هم ۱۰۰ ټنه وچ انځير صادر شوی و. د کندهار د کرنې ریاست، د سوداګرۍ خونه او سوداګر په ګډه هڅه کوي چې نږدې راتلونکې کې د هند او عربي هېوادونو ترڅنګ، روپایي هېوادونو ته هم د وچ انځير صادرات پیل کړي.



