د کډوالۍ نړیوال سازمان اعلان کړی چې د تېر کال له نومبر میاشتې راهیسې یې له پنځه زره او ۶۲۷ راستنو شویو مېرمنو سره مرسته کړې ده. دغه سازمان په یوه راپور کې ویلي، دا مرستې د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په همکارۍ برابرې شوې دي. د کډوالۍ د نړیوال سازمان پر وینا، له پاکستانه راستنې شوې ښځې د روغتیا، مشورې او د ژوند د بیا رغولو په برخو کې مرستې ترلاسه کړې دي. د نړیوالو بنسټونو د راپورونو له مخې، له پاکستانه د راستنېدونکو نیمايي برخه ښځې او نجونې جوړوي. له بلې خوا، د ملګرو ملتونو کارپوهانو خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د ښځو او نجونو بېرته راستنېدل هغوی د طالبانو له خوا له لګول شویو محدودیتونو او خطرونو سره مخ کوي.



